سفر له نړۍ

سعودي غواړي د اسلامي هیوادونو څخه سیلانیان هم ورجلب کړي

لیکنه: ګلاب هېواد

سعودي عربستان د ” مسلمانانو لپاره منزل“ په نوم د یو ابتکار په عملي کولو غواړي، دا هیواد د مسلمانو سیاحانو ( سلانیانو ) لپاره د خوښې پر یو ځای بدل کړي او پر زیارت کوونکو سربیره له ټولې نړۍ څخه مسلمان سیلانیان هم ورشي.

د سعودي عربستان د سیاحت او ملي میراثونو کمیسون دا پروژه پیل کړې او په ترڅ کې یې هڅه کوي چې دغلته د عمرې لپاره د ورتلونکو کسانو، مسلمانو سوداګرو، له اسلامي هیوادونو څخه ورتلونکو دولتي میلمنو او له سعودي عربستان څخه په ترانزیت توګه تیریدونکو مسلمانو مسافرو ته په دې هیواد کې د سیاحت زمینه برابره کړې.

د سعودي د سیاحت او ملي میراثونو د کمیسون ویاند سعود المقبل عرب نیوز ته ویلي د مسلمانو سیاحانو د ورجلبولو دا پروژه به د خصوصي او عامه سکتور په مرسته تر ۲۰۲۰ م کال پورې بشپړه شي.

المقبل ویلي دي چې په سعودي کې د مسلمانو سیلانیانو ورتګ به ددې هیواد د سیاحت سکتور بدل کړي او ”د سعودي د ۲۰۳۰ م کال له لرلید “ سره به مرسته وکړي. سعودي عربستان غواړي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې خپله اقتصادي اتکا د تیلو پر صادارتو راکمه او پر نورو عوایدو زیاته کړي.

د سعودي چارواکو په وینا سیاحت ته وده ورکول یو له هغو مهمو سیکتورونو څخه دی چې د سعودي عربستان راتلونکې اقتصادي وده تظمینولی شي.

المقبل عرب نیوز ته ویلي، د ” مسلمانانو لپاره منزل “ سیاحتي پروژه به د هغو کسانو لپاره چې د عمرې لپاره سعودي ته سفر کوي دا زمینه برابره کړي چې د مذهبي مراسمو او عمرې تر تکمیل وروسته په سعودي کې د پاتې کیدو پر مهال د غوره سیاحتي اسانتیاوو څخه خوند واخلي.

المقبل وايي ددې پروژې لومړني اهداف څلور ډلې خلک دي. هغوی چې سعودي ته د عمر د ادا کولو لپاره ورځي. مسلمان سوداګر او تجاران، د نورو هیوادونو څخه دولتي میلمانه، او هغه مسلمان مسافر چې په ترانزیت توګه له سعودي عربستان څخه تیریږي.

د نوموړې په وینا ددې سیاحتي پروژې په بشپړولو کې به د زیربنايي تاسیساتو په جوړولو سربیره د روزنې او نورو پروګرامونه هم شامل وي څو سعودي د نړۍ د مسلمانانو لپاره په یو سیاحتي هیواد بدل شي.

سعودي عربستان ته هر کال له ټولې نړۍ میلونونه مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ورځي.

سعودي عربستان د مکې معظمې او مدینې منورې په سپیڅلو ښارونو سربیره ګڼې نورې داسې سیمې او ښارونه لري چې مسلمانو سیلانیانو ته په زړه پوري دي. د سعودي په جنوب کې د الباحه غرنۍ ولایت یوه له همداسې سیمو څخه دي چې د سعودي چارواکو په باور سیلانیان ورماتولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد

ستاسو نظر